د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي چې له ټاکنو کمیسیون سره یې پیل کړیو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې او د کمیسیون توضیحات ورته ناهیلي کوونکي وو. د دې ډلې لومړي مرستیال بابر فرهمند نن ویلي چې یاد کمیسیون تر اوسه د هغو رایو په اړه پرېکړه نه ده کړې چې دوی یې د باطلېدو غوښتنه کړې وه. فرهمند ویلي، ټاکنو کمیسیون د دولت جوړوونکي ټیم تر فشار لاندې دی او له همدې امله د تقلبي رایو پر باطلېدو بریالی شوی نه دی. هغه زیاته کړې، که تقلبي رایې باطلې شي نو د دوی سهمیه ۵۱.۹۹ سلنه کېږي. هغه د ټاکنو کمیسیون ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته تر راتلونکې شنبې پورې تقلبي رایې باطلې اعلان نه کړي نو دوی به خپل لاریونونه او مدني اعتراضونه لا پراخ کړي. د یادونې ده چې د یادې ډلې پلویانو په اووه ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون سیمه ییز دفترونه تړلي دي او له پاکو رایو څخه د ناپاکو هغو د جلا کېدو غوښتنه کوي. بلخوا ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې ویلي وو چې که چېرته ټاکنیزې ډلې دوی ته د رایو د بیاشمېرنې اجازه ورنکړي نو له حکومت څخه به د مرستې غوښتنه وکړي.





























