سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ټاکنو نامعلوم برخلیک؛ د ثبات او همپالنې ټیم د نویو اعتراضونو د پیلولو خبرداری ورکړی دی

نوومبر 27, 2019
in افغانستان
0 0

د ولسمشریزو ټاکنو له نامعلوم برخلیک سره هممهاله ټاکنیزو ډلو د نوو غبرګونونو لپاره تیاری ښودلی دی. د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي چې که تر راتلونکې اونۍ د رایو د برخلیک په اړه کمېسیون د دوی غوښتنې ونه مني، نو د اعتراضونو په یوه نوي پړاو به پيل وکړي. دا چې د اعتراضونو دغه پړاو به څه وي، په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. بلخوا ولسمشر غني بیا تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان نور د خبرداریو هېواد نه دی او هر څه د قانون د حاکمیت په رڼا کې حل فصل کېږي.

له ولسمشریزو ټاکنو پوره دوې میاشتې واوښتې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم بریالی نه شو چې د دغو ټاکنو پایلې اعلان کړي. سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلان او په ټاکنو کې د شفافیت لپاره میلیونونه ډالر ولګول او بایومټریک سیسټم یې وپېره؛ خو بیا هم کمېسیون د پایلو پر اعلان او د مهالوېش په عملي کولو بریالی نه شو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رهبري هم په همدې موخه بدله شه، چې نوې رهبري وکړی شي پر وخت او شفافې ټاکنې مدیریت کړي، خو د شنونکو په باور، کمېسیون یې په چارو کې ناکا م دی.

تازه د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزه ډله وايي، په ډېرو ولایتونو کې یې د رایو د بیاشمېرنې مخه نیولې ده او اعتراضونه یې دوام لري؛ خو که یې کمېسیون غوښتنو ته ځواب ونه وایي، د اعتراضونو نوی پړاو به پيل کړي. دې  ټاکنیزې ډلې ویلي، که ټاکنو کمېسیون تر راتلونکې شنبې د دوی له خوا پیژندل شوې مشکوکې رایې باطلې نه کړي، دوی به اعتراضونو ته نوی رنګ ورکړي.

د دغې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند پرون په یوه غونډه کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په اوو ولایتونو کې د پيل شویو اعتراضونو ملاتړ ته ور ودانګي. هغه وویل: ((اوس عملاً اعلانوو، د افغانستان ټول خلک دې چې د خطرونو په قبلولو سره یې د خپل برخه لیک ټاکلو په موخه رایه ورکړه، اوس دې د خپل مسوولیت د ادا کولو لپاره د ۷ ولایتونو له معترضینو سره یوځای شي، که د شنبې تر ورځې کمېسیون تقلبي رایې باطلې نه کړې، مونږ به د اعتراضونو یو نوی څپرکی پرانیزو)).

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله پر شاوخوا دریو لکو رایو اعتراض لري چې د دوی په خبره، له ټاکلي وخت مخکې صندقونو ته لوېدلې او یا یې هم د کارولو بڼه او څرنګوالی معیاري نه دی. یاده ټاکنیزه ډله وایي، کمېسیون باید لومړی دغه شمېر رایې باطلې کړي او بیا په ولایتونو کې مشکوکې رایې بیا وشمېري. د ټاکنو کمېسیون او د ثبات او همپالنې ډلې تر منځ نانندرۍ هم د همدې موضوع پر سر پيل شوې چې له امله یې په ۷ شمالي ولایتونو کې همدغه ټیم د ټاکنو د دفترونو دروازې تړلې دي.

د ټاکنو کمېسیون تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی ته باید د رایو د بیاشمېرنې اجازه ورکړل شي او دوی په دې توګه کولی شي سمې او ناسمې یا پاکې او باطلې رایې سره بېلې کړي. د اعتراضونو له خبرداري سره هممهاله ولسمشر غني بیا ویلي چې ټول باید قانون ته درناوی وکړي.

ولسمشر غني چې پرون یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، اوس د ناندریو وخت تېر شوی دی او ټول باید قانون ته درناوی وکړي. د ده په خبره، ملي امنیتي ځواکونه د قانون ساتندوی دي او اجازه نه ورکوي چې څوک قانون تر پښو لاندې کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر دې وړاندې هم د اعتراضونو خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې که  د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې غوښتنو ته پام ونه کړي، نو دوی به خپل اعتراضونه پراخ کړي. د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټیم بیا پر ټاکنیزو ډلو غږ کړی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې خپلو چارو ته پرېږدي او قانون ته دې درناوی وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات د ثبات او همپالنې ټیم د څرګندونو په اړه ویلي، دغه ټاکنیزه ډله دې له دوی سره همکاري وکړي چې په پاتې ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه بشپړه شي. بلخوا تر دې وړاندې د دغه کمېسیون د دارلانشا مشر ویلي وو، که په ۷ ولایتونو کې اعتراضونه دوام کوي، دوی به د شته رایو او په ۲۵ ولایتونو کې د بیاشمیرنې د پایلو له مخې، پرېکړه وکړي.

Tags: featured
Share9Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا؛ د ټرمپ د ادارې پر مهال له ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې

اگست 11, 2026

بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

اگست 11, 2026

د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

اگست 11, 2026

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In