د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې په ځینو هېوادونو کې خپل سفارتونه وتړي. نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه سفارتونه په کومو هېوادونو کې دي خو په خبره یې ټول هغه سفارتونه تړل کېږي، چې د افغان حکومت لپاره ګټور نه دي او تر ګټې یې لګښت ډېر دی. مینه پال ویلي چې د بهرنیو چارو په وزارت کې پراخ اصلاحات روان دي او ولسمشر په مستقیمه توګه ددغه اصلاحاتو څارنه کوي. د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په دغه وزارت کې له اصلاحاتو یې موخه دا ده چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډېپلوماسي اقتصاد محوره شي.





























