په تېرو اتو میاشتو کې د مخابراتي کمپنیو ۲۲۰ پایې د وسله والو طالبانو له لوري ویجاړې شوې دي. د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره یا اترا وایي ددوی معلومات ښيي چې په وروستیو میاشتو کې پر مخابراتي کمپنیو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي. دغه اداره وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د بېلو مخابراتي کمپنیو ۲۲۰ پایې د وسله والو طالبانو له لوري ویجاړې شوې دي او دغه کمپنیو له ۳۳ تر ۵۵ میلیونه ډالره زیان کړی دی. اترا وایي چې د ګواښونو او بریدونو له امله د مخابراتي کمپنیو په خدماتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. یادې ادارې پر حکومت غږ کړی چې د مخابراتي شبکو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړي او په دې توګه ولس ته د مخابراتي خدماتو اسانتیا برابره کړي.





























