د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله تور پورې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم په لارښوونه او غوښتنو عمل کوي. نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، که د ټاکنو کمیسیون دغه ډول غیر قانوني کړنو ته ادامه ورکړي نو دوی به اجازه ور نه کړي چې تقلبي حکومت پر خلکو واکمن شي. عبدالله عبدالله وایي چې په ټول توان به د تقلب پر بنسټ د جوړېدونکي حکومت مخه نیسي. هغه د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون غږ کړی چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي او قانون دې عملي کړي. عبدالله دا هم وایي چې د ټاکنو له کمیسیون یې ټولې غوښتنې قانوني دي خو دغه کمیسیون د دوی غوښتنو ته غوږ نه نیسي او د یوې ځانګړې ټاکنیزې ډلې فرمایشات عملي کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عبدالله عبدالله پر دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.





























