د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دا تړون کولی شي په افغانستان کې ملي پخلاینې ته لار هواره کړي. کابلوف د روسیې په استازولۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون په اړه خبریالانو ته ویلي، دا تړون د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره لومړنی ګام دی او په خبره یې دا تړون به په افغانستان کې د روانې جګړې د پای او ملي روغې جوړې لامل شي. کابلوف زیاته کړې، دا ښکاره خبره ده چې دغه تړون د روسیې د ملي امنیت لپاره څومره اهمیت لري. هغه ویلي، افغانستان هغه وخت له داعش او القاعده ډلې سره په ښه ډول مبارزه کولی شي چې دا هېواد خپل یووالی وساتي او خپلمنځي ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.





























