د امریکا استخباراتو چارواکو ویلي، د پخواني ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن کورونه ته چاودیدونکي توکي ور استول شوي دي. په باروتو سمبال دا ډالې د هغو تخنیکي کسانو لاس ته ورغلې چې د پخواني ولسمشر کور ته ورتلونکي پوستي پارسلونه تلاشي کوي. د نیویارک والي انډریو کومو هم منلې چې یوه چاودېدونکې اله په منهاټن سیمه کې د هغه دفتر ته هم ور استول شوې ده. د سي ای اې پخواني مشر جان برېنن هم ورته یوه اله د پوست له لارې ترلاسه کړې. همدا رنګه په نیویارک کې د ټایم وارنر ودانۍ ته هم یوه مشکوکه اله ورلېږل شوې. د ځینو کارپوهانو له خولې ویل شوي چې دا الې په اصل کې پایپي بمونه دي. بله خوا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې ماسپښین خبریالانو ته وویل، د پخوانيو حکومتي چارواکو امنیت د ده لپاره لومړیتوب لري. نوموړي زیاته کړه چې اېف بي ای او اسختباراتي ادارې د دغو مشکوکو پارسلونو او الو پلټنه کوي او د دې ټولې قضیې په اړه په فدرالي کچه پلټڼې پیل شوې دي. ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې په دې قضیه کې ښکېل کسان به نیسي او محاکمه کوي به یې.