فرانسه وايي ښایي سعودي عربستان له بندیزونو سره مخ شي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې پرون یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړې دي. دده په خبره په ښکاره توګه یې سعودي عربستان ته ویلي چې که د خاشقجي د قتل موضوع کې د سعودي عربستان ښکېلتیا ثابته شي نو د خپلو ملګرو هېوادونو په ملتیا به پر دغه هېواد بندیزونه وضع کړي. مکرون وايي هیله من دی چې په دې قضیه کې د سعودي عربستان حکومت نه وي ښکېل او که ښکېل وخېژي نو ددغه هېواد لپاره به بدې پایلې ولري. داسې تورونه شته دي چې سعودي عربستان خپل منتقد خبریال په ترکیه کې پخپله کونسلګرۍ کې وژلی دی. سعودي دغه تورونه رد کړي دي، خو د ترکیې حکومت وایي اسناد داسې ښيي چې د سعودي عربستان شاهي حکومت به په دغه قضیه کې ښکېل وي.