د سعودي ولیعهد د جمال خاشقجي وژنه ناوړه پېښه بللې او د عدالت د تامین ژمنه یې کړې ده. دا په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژنې په اړه چې په نړیواله کچه یې شور ماشور رامنځته کړ، د شهزاده سلمان لومړنۍ عامې څرګندونې ګڼل کېږي. شهزاده محمد پرون په ریاض کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، دا د سعودي د ټولو وګړو لپاره دردونکې پېښه وه، دا یوه ناوړه حادثه وه، چې هیڅوک یې هم نه شي توجیه کولی. هغه ژمنه کړې چې عدالت به تطبیقېږي او هغو کسانو سره به حساب کتاب کېږي چې په یاده قضیه کې لاس لري. ۵۹ کلن جمال خاشقجي چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته یې کالمونه لیکل څه موده وړاندې په ترکیه کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتو وروسته تری تم شو، له نړیوالو جنجالونو وروسته سعودي ومنله چې جمال یې وژلی خو لا هم روښانه نه ده چې هغه یې څنګه، چېرته او ولې وژلی دی، خو ویل کېږي، نوموړی د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان منتقد و.