ټرمپ وایي، رسنۍ دې له ښکاره او نه ختمېدونکې دښمنۍ لاس پر سر شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یادې څرګندونې نن سهار د امریکا د استخباراتو ادارې د راپور په اړه په وینا کې کړې دي. د امریکا د استخباراتو ادارې پرون وویل، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن په ګډون یو شمېر مخکښو ډموکراټانو ته مشکوک بمونه وراستول شوي دي. یادې ادارې ویلي، چې لږ تر لږه ۴ بستې چې مشکوک بمونه پکې وو، په لاس ورغلي دي. یادې مسئلې په امریکا کې چې د نومبر په ۶مه نیټه پکې ټاکنې کېږي سیاسي کړکېچ رامنځته کړی دی. ټرمپ نن وویل، چې د دې کار عاملان به ونیسي، خو پر رسنیو یې هم غږ وکړ چې له منفي معلوماتو او ناسمو راپورونو دې لاس پر سر شي. ټرمپ دغه راز ویلي، هیڅ ډول کړکېچ د امریکایانو په منځ کې وجود نه لري نو رسنۍ دې هم په دې برخه کې پوره متوجه اوسي.