د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون، چې سولې ته یې د رسېدو هیلې ډېرې کړې وې، په دې وروستیو کې د جګړو او تاوتریخوالي زیاتوالي د دې هوکړې د زیانمنېدو په تړاو اندېښنې ډېرې کړې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په بلخ ولایت کې پر ملکيانو د هوایي برید په تړاو په یوه اعلامیه کې غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د جګړې شدت او دوام د سولې پر وړاندې ښکاره دسیسه ده. ښاغلي کرزي ویلي، ځينې نه غواړي چې افغانستان کې دایمي سوله راشي.
هغه زیاته کړې: « په هېواد کې د تشدد او جگړې له زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګندوم او د جگړې دوام د سولې د هڅو په وړاندې پردۍ دسیسه بولم. یوځل بیا په جگړه کې له ښکېلو غاړو غواړم چي ورور وژنه او د افغانانو وینه تویېدنه بنده کړي او په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینگښت لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي.»
په ورته وخت کې د طالبانو او حکومت له لوري د تاوتریخوالي دوام د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د ماتېدو په تړاو هم اندېښنې راپارولې دي.
پخواني طالب چارواکي د جګړو د دوام د سولې هوکړې عملي کېدو او بندیانو ازادېدو پر وړاندې تازه خنډونه بولي او وایي، چې وروستي اقدامات د سولې پروسه زیانمنولی شي.
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د طالبانو لخوا په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د دې ښکارندويي کوي، چې خپلې کړې ژمنې شاته پرېږدي او د تاوتریخوالي پر زیاتوالي یې تمرکز ډېر کړی دی.





























