یکشنبه, اگست 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په اروپا کې د افغان کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په اروپا کې د افغان کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د جګړو او وحشت دوام؛ ځانمرګو بریدونو په کابل او ننګرهار کې ۱۲۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

مې 13, 2020
in افغانستان
0 0

تر اوږدې ارامتیا وروسته په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې خونړیو بریدونو او نښتو یو ځل بیا زور اخیستی دی. په وروستیو ورځو کې په بلخ، ننګرهار، لغمان، خوست، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خونړیو نښتو ملکي وګړو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پرون په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه. په ننګرهار، کابل، بلخ او خوست کې ملکي وګړي ووژل شول. په ننګرهار او کابل کې ځانمرګو بریدونو او په بلخ کې بیا هوایي برید ناورین رامنځ ته کړ. ولسمشر غني د همدې خونړیو پېښو په غبرګون کې افغان پوځ ته د تهاجمي بریدونو امر وکړ او په نړیواله کچه هم پر دغو بریدونو غبرګونونه راوپارېدل.

پرون په کابل کې خونړۍ روژه وه. شاوخوا لس بجې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې وسله والو ځانمرګو د ولادي نسایي پر یوه روغتون برید وکړ. لومړی چاودنه وشوه او وروسته بیا وسله وال روغتون ته ننوتل او په نښته یې پیل وکړ. جګړه تر پنځه ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېده. د وروستیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې د دوو نوو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسه وژل شوي، ۱۵ ټپیان دي او د دریو بهرنیانو په ګډون سل کسه له دغه برید ژغورل شوي دي. د راپورونو له مخې، داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

له دې سره څو ساعته په توپیر د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه وشوه. راپورونه وایي چې دا هم یو ځانمرګی برید و او ملکي وګړو ته یې سخت تلفات اړولي دي. د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي چې په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان دي. د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. په وژل شوو کسانو کې د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی او په ټپیانو کې بیا په ولسي جرګه کې د دغه ولایت یو استازی هم شامل دی.

په بلخ کې بیا وړمه شپه افغان هوايي ځواکونو بریدونه کړي چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. پرون د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکو د خپلو وژل شوو جسدونه یوې څلورلارې ته راوړي وو او لاریون یې کړی و. دوی ادعا کوي چې په پېښه کې ۹ کسه ملکیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. افغان حکومت بیا وایي چې دوی ملکیان نه، بلکې وسله وال طالبان په نښه کړي چې د سړک د ویجاړلو او پر افغان ځواکونو د بریدونو لپاره راوتلي وو.

دغه پېښې په نړیواله کچه غندل شوې دي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې په ننګرهار او کابل کې پر ملکي وګړو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې ستر جنایت بللی دی. همدا راز د بښنې نړیوال سازمان هم دغه پېښې بشري جنایت بللی دی او په خبره یې، د پېښې له عاملینو سره باید حساب کتاب وشي.

پخواني ولسمشر هم په یوه اعلامیه کې په ننګرهار، کابل او بلخ کې وروستي بریدونه غندلي دي. د ده په خبره، د سولې د روانو هڅو پر وړاندې د جګړې دوام د پردیو دسیسه ده او دوی نه غواړي هېواد ته دایمي ثبات راشي. ښاغلي کرزي په کابل او ننګرهار کې پر عام وګړو وروستي بریدونه هم بشري ضد جنایت بللی او په خبره یې، د دغه ډول وحشتونو لړۍ په کلکو ټکو غندي.

ولسمشر غني بیا پر افغان ځواکونو غږ کړی چې له دفاعي حالت راووځي او تعرضي حالت خپل کړي. د ده په خبره، د افغانستان د خلکو دښمنانو په دې وروستیو کې د سولې پر ځای جګړې شدیدې کړې او لا هم هره ورځ عام وګړي وژني. نوموړي پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې په ننګرهار او کابل کې د وروستیو پېښو عاملین ونیسي او پر وړاندې یې دې عملیات وکړي. هغه وویل، په ځلونو یې له طالبانو د مخامخ خبرو او سولې غوښتنه کړې، خو دغه ډله پر جګړه ټینګار کوي، نو افغان امنیتي ځواکونه یې دې پر وړاندې خپل اقدامات پيل کړي.

Tags: featured
Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

واشنګټن پوسټ: د ایران د جګړې په اړه د خلیجي هېوادونو ناهیلي زیاته شوې

اگست 16, 2026

اروپا بلجیم کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره مرسته وکړه

اگست 16, 2026

په بلجیم کې کارګرو د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سره زر وموندل

اگست 16, 2026

په اروپا کې د افغان کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې

اگست 16, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In