د هند د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هند کې د اقتصادي مجرمینو کچه لوړه ده او ډېری یې بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي. ددغه وزارت په وینا حکومت یوه نوې طرحه جوړه کړې ده، چې له مخې یې اقتصادي مجرمین هېواد ته راوستل کېږي او دلته یې نه یوازې دا چې املاک مصادره کېږي بلکې محاکمه به شي. د هند د کورنیو چارو وزارت وایي د اړوندو ادارو پر مټ به له نورو هېوادونو وغوښتل شي، چې دغه ډله مجرمین هند ته ولېږي ځکه دوی د ملیاردونو ډالرو په لوټلو او زیان اړولو تورن دي او دمګړی په نورو هېوادونو کې اوسېږي.