وسله والو طالبانو د فاریاب په المار ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی او ډله ییز برید کړی دی. د فاریاب د المار ولسوالۍ ځايي چارواکو ویلي تېره شپه ناوخته طالبانو د المار ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په دروازه کې له هاموې موټر په استفادې موټر بم برید کړی دی او وروسته بیا څلور بریدګر د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتلي دي. د فاریاب والي نقیب الله فایق هم له رسنیو سره په خبرو کې دغه پېښه تایید کړې ده. نوموړي ویلي طالبانو لومړی له هاموې ټانک په استفادې د المار ولسوالۍ امنیه قومندانۍ په دروازه کې چاودنه کړې او وروسته څلور بریدګر امنیه قومندانۍ ته ننوتي او تر نن سهار پورې یې له پولیسو سره جګړه کړې ده. نوموړی وايي چې په پېښه کې څلور پولیس وژل شوي، اته ملکیان او دوولس نور پولیس ټپیان دي.





























