پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

    م.م: افغانستان کې ۸۴۰ زرو کسانو د څښلو اوبو ته لاسرسی موندلی

    لوګر؛ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

باميان

حشمت الله نوري

نوومبر 30, 2020
in راشه ورشه
0 0

باميان د هندوکش د غرونو په جنوب، د بابا د غرونو شمال ته د افغانستان په مرکز کې د سمندر له سطحې درې زره متره لوړموقعيت لري. دغه ولايت د پخواني مدنيت لرونکی دی او د «بنداهش» په نقشه کې د «باميکان» او تر ميلاد مخکې د پنځمې پيړۍ په اثارو کې د «فان يانگ» په نوم ياد شوی دی. په ۶۳۲ ميلادي کال کې د مشهور چینايي سيلاني «هيوان تسنگ» په روايت «فان ين نا» ذکر شوی دی. باميان د افغانستان له ډېرو لرغونو ولايتونو څخه دی چې د بودا دوې ويجاړې شوې مجسمې او بند امير (د افغانستان لومړنی ملي پارک) د هغه په لرغونتوب دلالت کوي. دغه ولايت ډېر زيات سوړ او له واورو ډک ژمی او معتدل او په زړه پورې پسرلی لري او ډېره سړه سيمه يې د پنجاب ولسوالي ده. د باميانو مساحت نږدې ۱۸۰۲۹ کېلومتره مربع دی او ټولټال یې نفوس څه کم درې نیم سوه زره کسانو  ته رسېږي.

تاريخي اثار

په باميانو کې له ۱۹۰۰ څخه ‌ډېر مسجدونه او تکېه خانې شته، چې خلک له هغو څخه د عبادتځای او مذهبي مراسمو په نامه استفاده کوي. په دغه ولا يت کې بې له دوو شيعه او سني مذهبونو څخه بل هېڅ مذهب نشته او د باميانو ټول اوسيدونکي د اسلام مقدس دين معتقد او پيروان دي. باميان خپل ځانگړي هزاره گي عنعنات هم لري چې يوه يې پيشپو ده چې په ډله یيزه توگه اجرا کېږي چې ملي اتڼ ته ورته ده. دا په مرکزي سيمو «هزاره جات » کې يو ډول پخوانی او محلي رقص دی چې په ځينو سيمو کې له محلي شعر ويلو سره يوځای او د نڅا په نامه ودونو کې تر سره کېږي. د دې نڅا اجرا يا تر سره کول په دې ډول دي چې لومړی د گل سيب دستمالونه په دواړو لاسونو کې نيسي، کله يو او کله بل لاس ښکته کوي. په همدې حال کې ملا هم د ځمکې په لور ټيټه او جگه کوي او پيشپو ته ورته غږ (صداي مشابه پيشپو) د پيشپو لوبې يا نڅا ته دوام ورکول کېږي. د لومړني گام تر اخیستو وروسته د پيشپو لوبغاړي يا نڅاگر له زوم او ناوې څخه چې په اس سپاره وي، يو دوه گامه مخکې حرکت کوي او يا هم د کړۍ په شکل په کور کې د ناوې پر شاوخوا تاويږي او يا هم دغه نڅا د ناوې او زوم په تگ لوري د دوی مخ مخ کې دوام مومي.

تاريخي ابدات

د بوډا نړول شوې مجسمې، بند امير، شهر غلغله، شهر ضحاک، چهل برج، دره اژدر، د فيروزبها سيمه، د کليگان استوپه او د چهل برج کلاوې، گوهرگين، کافري او چهل دختران، چهل ستون شهرشاهي د باميانو نورې تاريخي او لرغونې ساحې دي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام يې ځان ته ور اړولی دی او حکومت او خلک د توريزم له درکه د کال ښه عوايد لاس ته راوړي.

د بودا مجسمې چې ۱۶۰۰ کلنه سابقه لري، د بوديزم د وخت يو شهکار دی. د صلصال ستره مجسمه د ۵۳ مترو په لوړوالي او د شمامي په نوم کوچنۍ مجسمه د ۳۵ مترو په لوړوالي د غره په زړه کې توږل شوې، چې د ورېښمو د پخواني واټ په تگ لوري د باميانو ښار د شمال په نږدې درې کېلومترۍ کې پراته دي. بودايانو له ۲-۵ ميلادي پېړيو کې ژوند کاوه. د طالبانو د حکومت په وخت کې په دې نامه چې د بتانو موجوديت د شرک په مانا دی، د دوو شپو ورځو پرله پسې حملې او درندې گلوله بارۍ له امله د ۲۰۰۱ کال د مارچ په يوولسمه ويجاړکړل شول .

دغه دوې مجسمې د نړۍ د عجایبو په حيث د ملگرو ملتونو د فرهنگي سازمان (يونیسکو) سره ثبت دي. بند امير، شهر غلغله، شهرضحاک او د بودا د شاوخوا مغارې هم د تاريخي او لرغونو ساحو په حيث له يونیسکو سره ثبت دي. د المان د (ايکوموس) د لرغون پيژندنې موسسې هم د دریو ميليونو ډالرو په لگښت د بودا د مجسمو شاوخوا څنډې کلکې کړې دي او توانيدلي چې د هغو په زرگونو ټوټې وپېژنې او له نمرې وهلو وروسته يې په ځانگړي ځاي کې وساتي. د بودا له جسمونو څخه ځينې جلا شوې ټوټې له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ ټنو پورې وزن لري. خلک وايي چې د بودا مجسمې بايد بيا ورغول شي .

همدغه راز د ۱۳۸۶ کال په کنفرانس کې چه د يونیسکو، جاپان، فرانسې او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په گډون د المان د برلين په ښارکې جوړشوی و، تصميم ونیول شو چې بايد د بودا مجسمې په هغه صورت کې چې د هغوی په سلو کې پنځوس ټوټې او د هغوی لوېدلي مواد بشپړ شوي وي، بيا دې په پخوانۍ بڼه ورغول شي. جاپان د بودا مجسمو د بيا رغاونې لپاره تر سلو ميليونو زياتو ډالرو وعده کړې ده. د بودا د مجسمو له ويجاړېدو وروسته جاپاني هنرمند ياماگاتا د بودا د مجسمونو د بيارغاونې لپاره له جاپانيانو پيسې را ټولولې او تصميم يې درلود چې د بودا انځورونه په هماغه ځای کې چې پراته دي، بیا ورغوي. ياماگاتا ويلي وو چې تر دېرشو میليونو ډالرو پورې بودیجه يې د لايزر وړانګې د ورکولو لپاره پر غاړه اخيستې ده او خلک به تر راتلونکو دوو کلونو پورې د بودا تصويرونه په هماغه پخواني ځای کې وويني.

دغه هنرمند غوښتل چې ځینې تصويرونه د لايزر په څوارلس سيستم سره د باميانو د غره پر لويو ډبرو باندې وځلوي، چې د دوو بوداوو د اندامونو د انځور پر مجسم کېدو سربېره د سيمې د اوسيدونکو لپاره د برېښنا انرژي هم توليد کېدله. د افغان او فرانسې د لرغون پيژندونکو ټيم د بودا د مجسمو مخامخ کېندنې هم درلودې چې تر اوسه يې له ۱۵۰ ډېر لرغوني او تاريخي اثار تر خاورو لاندې کشف او لاس ته راوړي دي. د دغو موندنو ډېر مهم اووه استوپي د مجسمو روغ سرونه، نيم تنه مجسمې او ناست بودا، ډول ډول تيکرونه (خټين کلالي لوبې) توږل شوې ډبرې او د بودا د دورې د سرو او سپينو زرو سکې تشکېلوي.

استوپه هغه ځای ته وايي چې د بودا زيارت کوونکي (زائرين) په هغه کې خپله نزرانه راټولوي. بودايانو په ۲-۵ ميلادي پېړيو کې ژوند کاوه. کورنيو او بهرنيو لرغون پېژندونکو د لسو کالو کېندنو په اوږدو کې يو ۱۹ متره تقریباً کوږ یا څملاستلی بودا هم د بودا دوو ويجاړو شويو مجسمو په مخکینۍ برخه کې د افغان او فرانسې د لرغون پېژندونکو ټيم په واسطه کشف شو.

زمريالی طرزي افغاني الاصله فرانسوی لرغون پيژندونکی چې د دغه تيم لارښوونه کوي وايي، چې دی د يو ۳۰۰ متره کوږ بودا د کشف په باره کې هم تحقيق او کېندنې کوي. د چینايي زيارت کوونکي «هيوان تسنگ» کتاب ته په کتو، په باميانو کې يو ۳۰۰ متره کوږ بودا موجود دی چې موقعيت يې مشخص نه دی، چې د ويجاړو شويو بوداگانو په کومه برخه کې پروت دی. لرغون پيژندونکي تر اوسه هم په دې باور دي چې د هيوان تسنگ د معلوماتو له مخې، ۳۰۰ متره بودا هلته شته او دا په دې دليل چې تر اوسه د دغه چینايي زايرد کتاب هيڅ کوم مورد شکمن نه دی راوتلی .

د پورته ياد شويو دوو مجسمو په شاوخوا کې د بوديزم د وخت څه ناڅه درې زړې مغارې هم تر سترگو کېږي، چې تر اوسه په سلگونو بې سر پناه کورنۍ په ځينو دغو مغارو کې له فقر او تنگ لاسۍ سره ژوند تېروي .

بابا غر

د بابا غر او کوه عروس د باميانو تر ټولو لوړو غرونه دي. د بابا د غره لوړه څوکه د شاه فولادي په نوم ياديږي چې ۵۱۴۷ متره د سمندر له سطحې جگه ده او د باميانو د مرکز په جنوب کې واقع شوې دي. د دغه غره په لوړو څوکو کې د اوبو څلور طبيعي ډنډونه له ۱۰ تر ۱۲ مترو په ژورتيا او له ۱۲ څخه تر ۱۵ جريبه ځمکې په مساحت شته چې د هر ليدونکي پام ځان ته ور اړوي. د بابا غر په ۱۳۹۱ کال په رسمي توګه د ملگرو ملتونو د ساتل شويو ساحو په لېست کې ځای نيولی دی. له ۱۳۸۷ کال راپدېخوا د سکې لوبې د بابا د غره په لمنو کې رواج پيدا کړی، چې د بهرنيو سکې لوبغاړو (سکې بازان) په خبره، په افغانستان کې د سکې لوبې لپاره ډېر مناسب ځای باميان گڼل کېږي. د لومړي ځل لپاره دوولس کورنۍ او بهرنۍ ښځې په ۱۳۹۰کال کې د بابا د غره په لمنو کې د سکې لوبې لپاره راووتې او د باميانو ټيم د لوبو گټونکی شو. وروسته دغه غره ته امريکايي غره ختونکي هم راغلل او غره ته وختل. په باميانو کې موزيم نشته. ټول لرغوني اثار چې په وروستيو لسو کلونو کې د فرانسوي، الماني او جاپاني ټيمونو د کېندنو په پايله کې کشف شوي دي، د دغه ولايت د هيئت په واسطه مهر او لاک شوي دي. په سلگونو قلمه تاريخي اثار د لسگونو مجسمو او د مجسمو د سرونو په گډون په دغه ولايت کې کشف شوي دي او هم د اسلامي او بودايي دورو په سلگونو قلمه سکې په باميانو کې موجودې دي. ولې د موزيم د نشتوالي په سبب دغه ټول اثار د خلکو له ليدو څخه لرې په پټو ځایونو کې قفل کړای شوي دي او د گارد يا محافظينو په واسطه ساتل کېږي. ټاکل شوې وه چې د نه لېږد وړ موزيمونه د کشف شويو اثار او د پاسه لکه بودا ۱۹ متره مجسمه او کشف شويو استوپو باندې جوړ شي، ولې تر اوسه په دې لاره کې عملاً اقدام نه دی شوی.

په باميانو کې ۱۶ سپورتي فدراسيونونه فعال چې د ۷۰۰ ښځينه ورزشکارانو په گډون، ۱۲۷۴۹ تنه د باميانو په سپورتي آمريت کې ثبت دي. ميداني رزمي بېلابېلې لوبې لکه وزلوبه، شطرنج ، سکې بازۍ او غره ختل په دغه ولایت کې خپل مینه وال لري. په دغه ولايت کې له ټولو زيات وزلوبه له سنتي او دوديزو سپورتونو څخه گڼل کېږي.

Share8Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

اپریل 23, 2026

د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

اپریل 23, 2026

اذربایجان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

اپریل 23, 2026

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In