د نړیوال بانک د بلاعوضه مالي مرستو ادارې له افغانستان سره ۸۵ میلیون ډالر مرسته تصویب کړې ده. یاد بانک ویلي چې دا پیسې به له کرونا ویروس سره د مبارزې، پاکو اوبو ته د لاسرسي او د عامه خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې ولګول شي. نړیوال بانک وایي، د جګړې له دوام سره هم مهاله د کرونا ویروس خپرېدو افغانان له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي دي او ډېری داسې کورنۍ شته چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د یادونې ده چې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه ډېرې مرستې افغانستان ته راغلې دي خو خلک شکایت کوي چې دې مرستو د مستحقو افغانانو هیڅ درد نه دی دوا کړی او ټولې یې د حکومتي چارواکو جیبونو ته تللې دي.



































