ملګري ملتونه وایي ایران دې له افغانستان سره د اقتصاد او انرژۍ د ودې په برخه کې خپلې همکارۍ چټکې کړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما مشرې د ایران د انرژۍ او اقتصادي ودې د برخې له چارواکو سره د خبرو پر مهال ویلي چې ایران دې په سیمه کې د اقتصادي ودې لپاره همکارۍ وکړې. یونما ټینګار کړی چې ایران کولی شي له افغانستان سره د اقتصادي ودې، ترانزیت، سوداګرۍ او انرژۍ د تولید په برخه کې پراخه همکاري وکړي او اوسنۍ همکارۍ باید چټکې کړل شي. ایران هم ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې په بېلو برخو کې د ودې او پرمختګ لپاره همکاري کوي.



































