مالیې وزارت وایي چې د بودیجې په تصویب کې ځنډ په اوږدمهال کې د ستونزو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي. ددغه وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي وايي ولسي جرګې د دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه رد کړه چې دا سترې ستونزې زېږولی شي. دده په خبره تر هغه چې بودیجه تصویب نه شي، دوی نه پروژې مطالعه کولی شي، نه چا ته قرار داد ورکولی شي او نه هم نوې پروژې پیلولی شي. مالیې وزارت همدا راز وایي چې د پروژو په پیل کې ځنډ کېدلی شي د پروژو په تکمیل د ځنډ سبب شي او په دې توګه پیلېدونکې پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ شي. ولسي جرګې تېره ورځ د دویم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه رد کړه. ولسي جرګه وایي چې دغه بودیجه غیر عادلانه ده، د ښوونکو معاشونه پکې نه دي لوړ شوي او د ولسي جرګې غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوې.



































