کورنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې د کابل په اوولسمه حوزه کې د تېرې شپې په اور لګېدنه کې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد وزارت په خبره، په دې پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. بلخوا یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي چې په یاده پېښه کې اورلګېدنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. دغه راز په دې اورلګېدنه کې د تېلو ۵۰ ټانکرونه او د تېلو د ټانک ترڅنګ ولاړ ګڼ باروړونکي موټرونه هم سوځېدلي دي چې له امله یې ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي. تر اوسه د اورلګېدنې اصلي علت معلوم نه دی.



































