د اطلاعاتو او کلتور، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په افغانستان کې د یونيسکو له ادارې سره په ګډه هڅې پیل کړې چې د یو منظم او همغږي پلان له مخې، د افغانستان لرغوني سیمې او تاریخي اثار له زیانمنېدو وژغوري.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیرې حسینې صافۍ پرون په کابل کې يوې غونډې ته وویل، افغانستان په ۱۹۵۴ ز کال کې د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب په نامه د لاهې نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی، خو په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې له امله د دغه کنوانسیون مواد په سمه توګه نه دي پلي شوي.
مېرمن صافۍ وويل: «دا یوه مشورتې غونډه ده چې موږ څنګه کولای شو چې یو عملي پلان جوړ کړو، د دغه پلان جوړول موږ ته موقع راکوي چې په دې اړه د دولت له ادرسه خپل رول ځانګړی کړو چې کوم ارګان، په کوم وخت کې، څه اقدام وکړي».
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۱۹۴۸ ز کال کې د یونيسکو د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی چې د هېواد په فرهنګي او تعلیمي برخو کې کار کوي، خو د لاهه کنوانسیون هغه کنوانسیون دی چې د افغانستان په ګډون، د نړۍ د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب په چارو بوخت دی.
په جوړه شوې مشورتي ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د پاليسۍ مرستیال مسعود عزیزي وویل، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د ساتلو لپاره د “۰۱۲” په نامه د پولیسو ۵۰۰ کسیزه قطعه ګومارل شوې ده.
همدا شان د دفاع وزارت د حقوقو ريیس نعمت الله احمدزي وویل، د ملي اردو پر ځواکونو ټینګار شوی چې په جنګي حالاتو کې او د عملیاتو پرمهال، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو خوندیتوب په پام کې ونیسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له تېرو کابو څلوېښتو کلونو راهیسې، په هېواد کې د جګړو له امله د هېواد تاریخي اثار او لرغونې سیمې په سلو کې اتیا زیانمنې شوې او لسګونه زره اثار يې بهر ته قاچاق شوي دي.
په افغانستان کې د یونيسکو مشرې پتریشیا وویل، د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنه د دغه هېواد د تاریخي پېژندګلوۍ ساتنه ده او دې مسئلې ته باید زیات ارزښت ورکړل شي.
نوموړې وویل: «دغه ورکشاپ د ۱۹۵۴ ز کال کنوانسیون د موادو د عملي کېدو په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو نتیجه ده چې کړي يې دي، یونيسکو په دې برخه کې د افغانستان هڅې ستايي او ملاتړ يې کوي».
دا په داسې حال کې ده چې د کابل موزیم د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد زرګونه تاریخي اثار چې د کورنیو او بهرنیو قاچاق کوونکو له خوا د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوي، د حکومت او یونيسکو له هڅو سره سره، هېواد ته نه دي راوړل شوي.




































