د کورنیو چارو نوي سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې اندېښنې به یې ډېر ژر رفع شي. د یاد وزارت ویاند طارق ارین د میرزکوال له قوله ویلي چې دوی د ټولنې له مختلفو اقشارو سره په اړیکه کې دي او ټینګار کوي چې طالبان به په هیڅ ځای کې خوندي ځای ونلري. نوموړي زیاته کړې چې خلک په ټول توان او قوت سره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او دوی له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ او خواخوږۍ قدردانی کوي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په ځینې ولایتونو کې یو شمېر خلکو د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې او د یادې ډلې پر وړاندې یې د جګړې اعلان کړی دی.






























