د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د جو بایډن د پرېکړې د غبرګونونو په دوام افغانستان کې د امریکا پخواني دیپلومات او د سیاسي چارو مبصر برنټ روبین ویلي، امریکا چې د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد دی د عدالت په نوم يې د نړۍ د تر ټولو بېوزله هېواد افغانستان د شتمنۍ غلا کولو پرېکړه وکړه. د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یو فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس یې د افغانستان ۷ ملیارد ډالره کنګل شوې پیسې ازادېږي خو نیمايي یې په افغانستان کې په بشري چارو لګېږي او نیمايي نورې یې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي.































