د سوداګریزو چارو د اسانتیا لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې کېږي. پاکستاني رسنۍ وایي ټاکل شوې چې سبا د افغانستان او پاکستان لوړپوړی پلاوی په تورخم کې د تګ راتګ او سوداګرۍ پر اسانتیاوو خبرې وکړي. سرچینه وایي په دې خبرو کې به د ناروغانو او هغو کسانو پر اسانه تګ راتګ خبرې اترې کېږي چې په تورخم کې دواړو خواوو ته اوړي را اوړي. همدا راز ټینګار شوی چې په سیمه کې به د سوداګرو ستونزې حل کېږي او د سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ لپاره به لار هوارېږي. پاکستان او افغانستان داسې مهال دغه خبرې پیلوي، چې همدا اوس هم د دوه ورځې مخکې نښتې له امله سپین بولدک چمن دروازه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده، خو حکومتونه یې د ستونزې د حل لپاره د هڅو د پېلېدو خبر ورکوي.































