گڼ شمېر چینايي وګړو د افغانستان د شتمنۍ د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. ګلوبل ټایمز ورځپاڼه وايي، څه د پاسه ۴۱۸ زره چینايي وګړو د دې مجلې یو ګډ لیک لاسلیک کړی چې پکې په سمدستي توګه او پرته له کوم شرط د افغانستان د غصب شوو شتمنیو د خوشي کېدو غوښتنه شوې ده. تر دې مخکې چینايي چارواکو د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا پر چلند نیوکه کړې وه. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له اقتصادي پلوه ترینګلی دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او متحدینو دی. نوموړي ویلي چې امریکا د بېوزله افغانستان شتمني یرغمل کړې ده او غواړي هغه پر خپلو وګړو ووېشي چې دا کار یې ظالمانه او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.



































