امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. شاوخوا پنځوسو پخوانیو ديپلوماتانو، مدني او د بشري حقونو فعالانو په یوه لیک کې له اروپایي هېوادونو او امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمني ازاده کړي. دغه نړیوالو مطرحو څېرو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او په هغه کې دې تصرف نه کوي. دوی همدا راز د برېټانیا، اېټالیا او جرمني حکومتونو ته هم یاد لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره هڅه وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې د اقتصادي ناورین مخنیوی وکړي. دوی وایي که د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادېږي او یا په هغه کې تصرف کېږي نو د ټولې سیمې لپاره به خورا خطرناکې او ناوړه پایلې ولري.



































