د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د پښتنو د پراخې قومي جرګې هرکلی کړی دی. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، پخواني ولسمشر یاده جرګه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن ګام بللی دی او د یادې جرګې له پرېکړه لیک څخه یې خپل کلک ملاتړ اعلان کړی دی. کرزي دغه راز په یاده غونډه کې د ښځو پراخ ګډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي چارو کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره د جرګې د سپارښتنو ستاینه کړې ده. د یادونې ده چې د پښتونخوا په بنو کې د پرونۍ پراخې قومي غونډې په پرېکړه لیک کې د یوې سراسري لویې جرګې او د حکومت د ټاکلو لپاره د انتخاباتو غوښتنه شوې ده.































