د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له افغانستان سره د مرستو او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې له خلکو سره د همکارۍ په موخه د کرونا ضد واکسین وېشي. سرچینه وایي چې دوی به په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته ۱،۶ میلیونه دوزه واکسین ورکړي او دمګړی ددغه واکسینو د لېږد لپاره د توکو په پېرلو بوخت دي. مالیزیا وایي دوی هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې وکړي او وکړی شي د خلکو په ژغورنه کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.































