د ژغورنې نړيوالې کمېټې يا ای ار سي ويلي، د ا.ا.ا پر چارواکو د نړيوالې ټولنې بنديزونو د افغانستان اقتصاد له پښو غورځولی او له نړيوال مالي سيستمه يې بيل کړی دی. د يادې کمېټې اجرايوي ریيس ډيويډ ميليبنډ ویلي، که د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره بيړني اقدامات ونه شي، نو په دغه هېواد کې به د فقر ريښې دومره ژورې شي چې له منځه وړل به يې نړيوالې ټولنې ته په لوړه بيه پريوځي. ميليبنډ ويلي چې نړيواله ټولنه او لوی تمويلوونکي بايد د جنيوا په کنفرانس کې چې سبا پيل کيږي، پر دوو چارو تمرکز وکړي. د نوموړي په وينا چې د بشري مرستو د برابرولو لپاره بايد په لومړي ګام کې عاجل اقدام وشي څو د ورځ تر بلې ډيريدونکې لوږې مخنيوی وشي. ميليبنډ زياته کړې، دا چې يوازې بشري مرستې د افغانستان پرځيدونکی اقتصاد نه شي ژغورلی نو نړيوالې ټولنې ته اړتيا ده چې د افغانستان له نويو واکمنو سره د تعامل ميکانيزم رامنځته کړي. هغه زياته کړې چې د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ظرفيت پر لوړولو کار وشي څو د خپلواک فعاليت او اقتصادي چارو د مديريت جوګه شي.



































