د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، له تېرې یوې نیمې میاشتې را په دېخوا حکومت په فراه ولایت کې د (میل ۷۸) بندر تړلی چې له امله يې یو شمېر سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونو اوښتي. د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا وویل، په دغه بندر کې شااوخوا درې زره کارکوونکي او د فراه ولایت د درې ولسوالیو خلک د سوداګرۍ په چارو بوخت دي، خو د تړلو له امله یې چارې په ټپه ولاړې دي. د دغه بورډ د معلوماتو له مخې د فراه ولایت د میل ۷۸ بندر له لارې له ایران عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو نه افغانستان ته واردات کېږي.