د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په روان لمریز کال کې شاوخوا ۱۶ مټریک ټنه زعفران تولید شوي دي. د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي تمه ښودلې چې ۹۰ سلنه تولید شوي زعفران به نورو هېوادونو ته صادر شي. هغه وویل چې له تېرو دوو کلونو راهیسي د زعفرانو د تولید، پروسس او صادراتو برخه کې پام وړ پرمختګ شوی دی. د نوموړي په خبره، په ۹۷ کال کې د ۹۶ هغه په پرتله د زعفرانو په کر کې سل فیصده زیاتوالی راغلی دی. د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په پام کې لري چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په دغه هېواد کې د زعفرانو د پروسس څو مرکزونه هم جوړ کړي.