–لومړۍ برخه–
په دغه لیکنه کې تر ډېره بریده هڅه کوم چې په اوسنيو شرایطوکې چې په افغانستان کې څه روان دي، د افغانستان کورنى او بهرنى وضعیت او د ګاونډيو هېوادونو ملي ارزښتونه او ګټې د افغانستان په سوله او جګړه کې او همدارنګه بین الافغاني مذاکرات اصلاً څه ته وایي او څرنګه را پیدا شوي، په دې اړه يوڅه رڼاواچوم .
د افغانستان اوسنی وضعیت:
په افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر پېچلی دی او تر نورو وختونو اوس په حساس حالت کې روان دی، ګران هېواد افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په کورنيو جګړو کې ښکېل دی، لسګونو زرو بې ګناه ولسي وګړو د ښځو، نارینهوو او ماشومانو په ګډون، خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. ځوانان او روڼ اندي مو د خلقي، پرچمي، مجاهد، دولتي چارواکي، طالب، جاسوس او کفر په نومونو له منځه ولاړل.
معارف مو خراب شو، پخواني تحصیل لرونکي ځوانان خو مو یا له منځه ولاړه او یا هم بهرنیو هېوادنو ته مهاجر شول.
له یوې خوا فساد، له بلې خوا د خلکو بې باوري پر حکومت او ډیموکراسۍ نوره هم په ډېرېدو ده. څوک حق ته حق نه شي ویلی، که یې ووایي یا یې دنده له لاسه ځي یا خو په یو نامه او بل نامه ذلیل او بدنامه کېږي.
په تېرو څو میاشتو کې چې د ولسي جرګې لپاره کومې ټاکنې ترسره شوې، د ډيموکراسۍ په تمثیل کې هغه بې باوري یې رامنځته کړه، چې د خلکو د باور د بېرته لاسته راړلو لپاره باید له صفر څخه کار پیل او اړتیا ده چې دا تشه ډکه شي.
د سیاسي ګوندونو ترمنځ اختلاف، د افغان ولسمشر د دويمې دورې لپاره زیات تاکید او د طالبانو ضد حکومتي ټاکنې، ترخو او جدي خبرو اوکنفرانسونو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. له بلې خوا د طالبانو د سولې خبرې چې ټولې د (اې ایس ای) تر چتر او مشورو لاندې په بېلابېلو هېوادونو کې روانې دي. کېدای شي چې د دغو هېوادونو د هلوځلو ترمنځ کومه همغږي وجود ونه لري، خو د سولې پر وړاندې یو ډول خنډونه پیداکولی شي، څنګه چې په تېرو وختونو کې تجربه شوي هم دي.
د سولې شورا تر چتر لاندې مختلفې ډرامې او کارونه مخته ولاړل، چې حتی خلکو په ترکیه، دوبۍ او لندن کې کورنه پرې اخيستل. د سولې شورا نه، بلکې سم یو ډول د فساد پروژه وه چې په دې وروستیو وختونو کې یې دفترونه په ولایتونو کې وتړل شول چې دا د فساد پر ضد یو نیک او ښه اقدام و.
د سولې هلې ځلې له اوس څخه نه دي پیل شوې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ډېرې هلې ځلې وکړې، خو د (ای ایس ای) له خوا د سولې پروسه د ملا محمدعمر د مرګ له اعلان سره وځنډېده، په داسې حال کې چې ملاعمر له وخته لا خپل ژوند له لاسه ورکړی و، دا چې څنکه یې ژوند له لاسه ورکړ، دلته پردې بحث نه کوو. وروسته له هغه چې کله د دويم ځل لپاره د سولې خبرې پيل اوبیا تر ډېره حده مخته ولاړې، په دې وخت کې تصادف نه، بلکي قصدي او د ترتيب شوي پلان له مخې د ملا محمدعمر ځای ناستی ملا اخترمحمد منصور هم ووژل شو، چې شیخ مولوي هیبت الله یې پر ځای کېناست او د سولې پروسه سبوتاژ شوه او له هغه وروسته به دکویټې او پېښور شوراګانو هغه ټول کسان په یو نامه او بل نامه د ( ای ایس ای) له خوا نیول کېدل، کوم چې سولې ته به ژمن وو.
راځو دا نږدې وختونو ته، د تېر کوچني اختر په ورځو کې کله چې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ درې ورځنى اوربند اعلان شو، نوې هیلې را ژوندۍ شوې، د خلکو په زړونو کې یو ځل بیا دا احساس پیدا شو، چې سوله به راځي، افغانستان به جوړېږي حتی طالبانو اوحکومتي عسکرو یو بل ته غېږې ورکړې، چې وروسته له اوربند څخه ډېر هغه طالبان چې په اوربند کې یې ولس او حکومتي عسکرو ته غاړې ورکړې وې او یو بل یې پر مخ ښکل کړي وو، یا خو ګوښه شول، یا تبدیل او یا هم تعزیزي مجازات ورکړل شول. که دا ډول کړنې تحلیل کړو، نو دې پایلې ته رسېږو، چې دا اوربند طالبانو نه، بلکې د پاکستان (ای ایس ای) یا په بله اصطلاح ایسټابلیشمینټ کړی و، څو افغان ولس او حکومت ته وښیي چې که دوی وغواړي په ضرب دڅو ساعتونو کې په ټول افغانستان کې به ډز نه وي. د دغه هدف شاته د دوی هغه غوښتنې پر افغانانو باندې منل دي، کومې چې پنجاب یې له ۱۹۴۷ ز کال راهیسې خوب ویني.
راځو امریکا ته: د امریکا متحده ایالاتونو مبارزه له تېرو اوولسو کلونو راهيسې د ترورېزم پر ضد پيل شوې ده، چې د براون پوهنتون د اټکل په اساس، د امریکا متحده ایالاتونو نظامي کلنى لګښت چې په افغانستان او عراق کې يې کوي، د ۲۰۱۹ ز کال تر پایه به ۵.۹ تریلیونه ډالرو ته پورته شي.
د سپټمبر له یوولسمې څخه تر ۲.۷ میلیونو زیات امریکایان له ترورېزم سره مبارزه کې وجنګېدل او تر پنځلس زرو زیاتو امریکایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، وینې يې توی شوې دي او بېخي زیاتې پیسې يې مصرف شوې دي، مګر بیا هم په افغانستان کې امینت رانه غی او هغه پیسې چې د افغانستان د بیارغونې لپار راغلې وې، د دولتي فاسدو چارواکو شخصي جیبونو ته ولاړې.
د امریکا د متحده ایالاتو ولس په وار وار غوښتنې کړې دي، چې نور هغې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، کوم چې د امریکا لپاره يې تر ګټو زیانونه ډېر دي، یعنې د دوی د هېواد ځوانان له وطن څخه ډېر لرې جنګېږي او مړه کېږي، د ویلو خو لا دا ده چې د ولسمشر ټرمپ د بریا یو راز دا و چې د بریا په صورت کې به امریکایي پوځیان له افغانستان او سوریې څخه باسي. د ولسمشر ټرمپ تر ډېره بریده پورې هلې ځلې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو وتل دي، مګر په یو وار نه، بلکې په تدریجي ډول سره چې کېدای شي تر ۱۸ میاشتو پورې دا سلسله جریان ومومي او د افغانستان سیاسي حالت تر جدي څار وروسته د وتلو پروسه پای ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان او عراق لپاره پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د خپل ځانګړي استازي په توګه وګوماره چې د سولې په روانو خبرو کې به د نوموړي په مشرۍ امریکایي پلاوی له طالبانو سره بېلابېلې غونډې جوړې کړي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دا پروسه روانه ده، په پایله کې یې خلیلزاد پر خپل ټوېټر داسې لیکلي دي: «موږ له ترورېزم سره د مبارزې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا زموږ خبرواترو ته د پای ټکي اېښودلو څرګندونه نه کوي. موږ تر اوسه پورې د یادو مسایلو په اړه وروستۍ موافقه نه ده کړې او لاهم د نورو مهمو مسایلو، لکه د افغانانو خپل منځي خبرو اترو او د بشپړ اوربند لپاره کار کولو ته اړتیا لیدل کېږي.»
د یادونې ده چې د روان کال د فبرورۍ پر پنځمه ولسمشر ټرمپ خپل ملت ته په وینا کې وویل، ستر قومونه نه ختمېدونکي جنګونه نه کوي او زیاته یې کړه چې ما په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره مذاکرات ګړندي کړي دي، همدارنګه یې د سولې خبرې ګټورې وبللې او په اخیر کې یې وویل چې دا لا نه ده معلومه چې موږ موافقې ته سره ورسېږو او که نه، خو موږ په دې پوهېږو چې له دوو لسیزو جنګ څخه وروسته اوس د سولې لپاره کوښښونو ته اړتيا ده.
له بلې خوا د خلیلزاد له بېلابېلو غوڼدو څخه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو مسله راپورته شوه، دا وورسته له هغه چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو څخه ډډه وکړه. اوس راځو دېته چې بین الافغاني مذاکرات څه ته وایي؟ د طالبانو تحریک او افغان حکومت ترمنځ خبرو اترو ته ولې موږ بین الافغاني مذاکرت نه شو ویلی؟ بین الافغاني مذاکرات دېته وايي چې بېلابېلې وتلې څېرې او د سیاسي ګوندونو مشران له طالبانو سره د افغانستان موجوده اوږدې جګړې او نورو اختلافي مواردو ته د يوې معقولې حللارې د پيدا کېدو په اړه سره خبرې وکړي، څو دا ناورين ختم شي.
له دغو مذاکراتو څخه موخه دا ده چې د سولې خبرې ډېرې ژورې او عمقې دي، ډېر فصاحت او بلاغت ته اړتیا لري، سوله دومره ژر هم نه شي راتلای لکه څنګه چې موږ او تاسې ورته فکر کوو او افغان ولس ورته بې صبره سترګې په لاره دى. د سولې شاته مختلف شرطونه شته چې هر ګاونډى هېواد خپلې ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې نیسي. دا هم ممکنه نه ده چې د څو غونډو په ترڅ کې یوې۴۰ کلنې جکړې ته د حللاره پیدا او یا هم د پای ټکی کېښودل شي. دا د افغانانو لپاره ښه وخت دی چې د سولې په ژورو خبرو ځان خبر کړي. تر ټولو مهمو موضوعاتو ته راځو، هغه دا چې د ګاونډيو هېوادونو ګټې او ارزښتونه د افغانستان په سوله کې څه دي؟ ولې ایران جلا، چین جلا، پاکستان جلا او روسیه جلا ښکېل دي او سعودي خو د سولې په پروسه کې د قطر منځګړیتوب نه مني. د سعودي موضوع ډېر پراخ بحث ته اړتیا لري، دلته يوازې د ګاونډيو هېوادونو په اړه خبرې کوو.
د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ساحوي ښکېل اړخونه:
الف- پاکستان
دا چې پاکستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي، داسې نه ده چې دوی د افغانانو غم پر سر اخیستي دي او نه هم د خدای لپاره دغه کار کوي، بلکې هغه د افغان او بیا په ځانګړې توګه د پښتنو په تباهۍ کې خپله د پنجاب ابادي ویني. په هرحال، پاکستان ته خپلې ملي ګټې او ارزښتونه تر هرچا مهم دي او کله چې هره مسئله په نظر کې نيسي، دوی ته خپل ملي ارزښتونه او ملي ګټې لومړيتوب لري چې دلته پر څلورو کلیدي موضوعاتو بحث کوو.
لومړى: د ډیورنډ فرضي کرښې سرنوشت په رسمي ډول معلومول، یعني د پاکستان نظامي قوت چې په راس کې یې (اې ایس ای) دی، اوس په دې ښه پوهېږي چې افغانان نور له جنګ څخه ستړي دي او سوله په هر قېمت چې وي، غواړي یې. که ټولپوښتنه (ریفرنډم) وشي، تاسې به په ټول افغانستان کې یو کس پیدا نه کړئ چې ووایي، سوله نه غواړو، یعنې تر ټاکنو، تر معارف، تر هرڅه دمخه سوله غواړي او سولې ته لېوالتیا ښيي.
دويم: هغه اوبه چې له افغانستان څخه تر لاهوره ځي، په ځانګړي ډول د کونړ سیند چې د هغو اوبو د بندونو مخنیوی وکړي، څو پورې په راتلونکي کې د دوی د ځمکو د خړوبولو موانع نه شي.
درېیم: هغه د هند د فعالیتونو مخنیوی دی. پاکستان تل دا وېره لري، که داسې یو حکومت په افغانستان کې زامنځته شي، چې مناسبات یې له هند سره تر پاکستان ښه وي، نو کېدای شي چې د پېښور، کويټې او وزیرستان پښتانه او د بلوچستان بلوڅان د دوی پر خلاف تقویه او استعمال کړي.
څلورم: د افغانستان ضعیف ساتل او ملک الطوایفي په کې رامنځته کول.
دوام…