د کرنې وزارت چارواکو ويلي، په څلورو شمالي ولایتونو کې د ممیزو ۴۵ عصري خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو ممیزخونو د جوړولو چارې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د دغه وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا پیل شوې وې، چې اوس یې کارونه بشپړ شوي او پر کار یې پيل کړی دی.
سرچينې زياته کړې، دغه ممیزخونې چې هر یوه یې لس متره اوږدوالی، پنځه متره سور او پنځه متره لوړوالی لري، په یوه وخت کې له ۵ تر ۷ ټنو انګورو ځایولو وړتیا لري.
د خبرپاڼې په حواله، د دغو ممیزخونو له ډلې لس په سرپل، ١٨ په فارياب، ١٠ په جوزجان او ٧ نورې په بلخ کې جوړې شوې دي.