لسګونه سوداګرو د حکومت پر وړاندې اعتراض کړی او وایي حکومتي چارواکي په لوی لاس ستونزې ورته جوړوي. معترضینو په تورخم ښارګوتي کې د پرلت خیمه وهلې او وایي حکومت په لوی لاس د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړوي او په غیرقانوني ډول ترې پیسې اخلي. سوداګر وایي، له څو ورځو راهیسې یې په کابل ،هرات او جلال اباد ښار کې له اجازه لیک سره سره په توکو بار موټرونه درول شوي چې له امله یې دوی ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. ددوی په خبره، له ګاونديو هیوادونو څخه د موټرو پرزې او نور توکي واردوي، خو له قانوني محصول سربیره ترې په زور پیسې اخیستل کیږي او همدا اوس یې سلګونه موټر په لارو کې درول شوي دي. سوداګرۍ خونې مسولان هم د سوداګرو دغه ستونزه جدي بولي او وایي د ولسمشر د حکم پراساس دغه سوداګر کولای شي چې خپل مالونه هیواد ته وارد کړي، خو په وینایې په لارو کې ترې غیرقانوني پیسې اخیستل کېږي.