د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې ۲۳۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.
د غزني د پوهنې رییس مجیب رحمان انصار ویلي، دغه ښوونځي به د غزني پر مرکز سربېره، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شي.
د نوموړي په خبره، د دغو ښوونځیو د لګښت ټول مصارف د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري ورکول کېږي.
هغه زیاته کړې چې ۱۱۳ ښوونځیو ته به په راتلونکي ۱۳۹۸ لمریز کال او پاتې نورو ۱۲۳ ته په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ودانۍ جوړې شي.
نوموړي دغه راز ویلي، د دغه ولایت ۳۰۰ ښوونځي چې د ټول ولایت ۵۰ سلنه جوړوي، ودانۍ نه لري او په خبره یې، زده کوونکي یې په یخو او ګرمو ورځو کې تر خیمو لاندې زده کړې کوي.