د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر وایي پاکستان اقتصادي ودې ته اړتیا لري او اقتصادي وده تر هغه نه رامنځ ته کېږي، چې پاکستان له ګاونډیانو سره ښې اړیکې و نه لري. دده په خبره پاکستان له چین سره اقتصادي دهلیزونه جوړ کړي دي، خو دا تر هغه پورې ګټور نه دي چې پاکستان له افغانستان غوندې ګاونډي سره سوداګریزې اړیکې پراخې نه کړي. د اسد عمر په وینا پاکستان دې ته اړ دی چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري وکړي نو له همدې امله حکومت ته په کار ده، چې خپل سیاستونه بدل کړي او له افغانستان سره د سوداګرۍ په پراختیا کې ګامونه اوچت کړي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې له ایران سره هم د سوداګرۍ پراختیا ته اسلام اباد اړ دی او حکومت دې د اقتصادي ودې لپاره دغه مهم ګاونډي نه هیروي.