په کابل کې د چین سفارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیا لپاره غواړي دغه مهمه سوداګریزه دروازه په عصري او پرمختللي شکل جوړه کړي. د چین سفارت وایي چې په دغه سیمه کې به د تګ راتګ او خلکو د تم کېدو عصري ځایونه او سیستمونه جوړېږي او موخه یې هم د چین د راتلونکو سوداګریزو پروژو لپاره د اسانتیا برابرول دي. چین ویلي چې غواړي په دې توګه دغه لارې د چین-پاکستان له ستر اقتصادي دهلیز سره وصل شي او هدف یې دا دی، چې دغه ستره لار د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره و نښلوي. تورخم هغه ساحه ده چې هره ورځ زرګونه سوداګریز کاروانونه ورباندې دواړو هېوادونو ته اوړي او زرګونه کسان پر همدې لار د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي.