په افغانستان کې ۱۳ نیم میلیونه وګړي د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. ملګري ملتونه وايي سره له دې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي، خو دا ځل به افغانان اړ شي، چې د بېوزلۍ او لوږې پر ضد مبارزه وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مسولې توبي لنزر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې همدا اوس ۱۳ نیم میلیونه افغانان د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د نوموړې په وینا د فقر پر وړاندې مبارزې او جګړې ته باید تیاری ونیول شي، ځکه همدا اوس د افغانستان اکثریت وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري او وضعیت ورځ تر بلې د خرابوالي لور ته روان دی. ملګري ملتونه وایي چې روان کال به په افغانستان کې له څلور نیم میلیونه اړمنو وګړو سره د خوراکی توکو مرسته وکړي. ددې کار په موخه یې له نړیوالو د ۶۱۲ میلیونه ډالر مرستې غوښتنه کړې ده.