د غالیو او فرشونو د خرڅلاو مرکز وايي، په ۲۰۱۸ ز کال کې له شپږو تر اوو زرو مترو پورې افغاني غالۍ نړیوالو بازارونو ته صادرې شوې دي.
د دغه مرکز مشر سید عبیدالله سادات پرون ازادي راډیو ته ویلي چې دا رقم د ۲۰۱۷ ز کال په پرتله د افغاني غالیو د صادراتو په برخه کې زیاتوالی ښيي.
د ښاغلي سادات په خبره، افغاني غالۍ تر ډېره امریکا، دُبۍ، هندوستان، جرمني او لندن ته صادرېږي.
نوموړي دا هم ویلي چې په ۲۰۱۹ ز کال کې به د غالیو تولیدات ۱۳ زرو مترو ته ورسېږي چې له اوو تر اتو زرو به یې نورو هېوادونو ته صادرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې لس زره متره تولیدات درلودل.
افغاني غالۍ په نړیوالو بازارونو کې نندارتون ته وړاندې کېږي او ښه بازار لري.