د کندوز د پوهنې رییس نجیبالرحمان ثاقب له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه سل ښوونځي د پوهنې وزارت، د همکارو موسسو او د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د برنامې له لورې جوړېږې.
ثاقب ویلي: “دغه ښوونځي په ۱۳۹۸ کال کې د کندوز مرکز او په ولسوالیو کې د یو کال په موده کې په اساسې ډول رغول کېږي او مالي لګښت یې د دولت له بودجې او د نړیوال بانک له لوري ور کول کېږي.”
د دغه ولایت چارواکي په داسې حال کې د کندوز په کچه د سلو ښوونځيو د جوړېدو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو ويلې وو، په نوموړي ولایت کې ۵۰۹ ښوونځي شته، چې نږدې ۲۰۰ یې ودانۍ نه لري.
د دغو تعمیرونو په جوړېدو سره به د یادو ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې هوارې شي.