د ننګرهار د اقتصاد رياست چارواکي وايي، د تورخم له لارې بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو کچه ۱۹،۸ سلنه لوړه شوې او په روان کال کې د ۱۲۶ ميلياردو افغانيو په ارزښت، بهرنیو هېوادونو ته توکي صادر شوي چې د تېر په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د دغه ولایت د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار ویلي، د تېر ۱۳۹۷ مالي کال لپاره ننګرهار ولايت ته د ۳،۵ ميلياردو افغانيو په ارزښت، ۲۵۹ پروژې په ملي بودجه کې منظور شوې وې چې د هغې له ډلې ۱۶۷ تکميل شوې، ۶۸ تر کار لاندې دي، ۱۱ د تدارکاتو کمېسيون کې دي او ۱۳ يې ولاړې دي.
نوموړي ویلي، د ننګرهار له لارې د بېلابېلو ولايتونو وچه او تازه مېوه، سبزيجات، د څارويو څرمنې او ځینې نور توکي صادرېږي چې پر پاکستان سربېره، د کراچۍ بندر له لارې نورو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.