د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي د سوداګریزو توکو هغه کاروان چې نږدې دوې میاشتې مخکې له افغانستان اروپا ته روان شوی و، بېرته د اروپا په سوداګریزو توکو بار افغانستان ته را رسېدلی دی. افغان چارواکي وايي په کاروان کې له ځینو اروپايي هېوادونو اخیستل شوي تجارتي توکي بار دي، چې له ترکیې، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان تر تېرېدو وروسته د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېد. د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دغه کاروان هرکلي ته ورغلی و. هغه ویلي، دا د افغان حکومت د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې غواړي افغانستان پر ځینو مشخصو هېوادونو او ګاونډیانو له تکیه کېدو او تجارتي انحصار وژغورل شي. په ورته وخت کې پر دې لار راغلي موټر چلوونکي بیا له ستونزو شکایت کوي او وايي افغان حکومت دې په ترانیزیتي او ترانسپورتي برخه کې موجودې ستونزې له منځه یوسي.