د کونړ ولایت صنعت کاران وایي، حکومت د اسانتیاوو پرځای ورته ستونزې جوړوي. د کونړ ولایت یوشمېر سوداګر او صنعت کاران وایي،افغان حکومت سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو پرځای په لوی لاس هغوی ته ستونزې جوړوي او سوداګري یې محدوده کړې ده. ددوی په وینا، اوس مهال کولای شي چې په کور د ننه د خلکو اړتیاوې پوره کړي، خو اړوندې ادارې ورسره مرسته نه کوي. صنعت کاران وایي، نورو ولایتونو ته د دوی د صنعتي توکو او محصولاتو د لیږد لپاره باید لازم فرصتونه ایجاد شي. د کونړ ولایتي چارواکي هم دغه ستونزې پرځای بولي، خو وایي هڅه کوي چې د سوداګرو ستونزې له هغوی سره په همغږۍ حل کړي. په ورته مهال د کونړ ولایت د کرنې رییس وایي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د کرنې، زینتي توکو او همدا شان کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.