د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۴۵ پرمختیايي پروژو هوکړه لیکونه د بدخشان، تخار، کندوز او بلخ ولایت له پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک کړل.
دغه وزارت وايي، دغه ۴۵ پرمختیايي پروژې چې د جاپان د نړیوالې همکارې ادارې، جایکا په مالي مرسته د افغان- تاجک په سرحدي سیمو کې پلې کېږي، ۸۵ زره کسان به ترې ګټه واخلي. د دغه وزارت په خبره، د دغه پروګرام له لارې به د کلیوالو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی اسانه شي او په کلیو کې به شته زېربناوې لکه د صنعت، زراعت او تولیداتو برخې وده وکړي.
په ورته وخت کې بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې (یو. این. ډي. پي) استازي ویلي چې دا پروژې به د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي او دوی به ترې کلکه څارنه کوي.