د تاجکستان او افغانستان پر پوله د دواړو هېوادونو ګډ سوداګریز بازارونه جوړېږي. د راپورونو له مخې تر دې دمه ددغه سوداګریزو بازارونو پنځه څلوېښت پروژې لاسلیک شوې دي. د کلیو او پراختیا وزارت وایي، دوی غواړي په دې توګه د سرحدي سیمو د خلکو په ژوندانه کې مثبت تغیر راولي او دوی د یوه دایمي کاروبار څښتنان کړي. ددغه پروژو لګښت ۱۲۱ میلیونه افغانۍ دی چې د جاپان له لوري ورکول کېږي. په دغه بازارونو کې به د تاجکستان او افغانستان د سوداګرو توکي پلورل کېږي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې ویلي، چې دغه ډول پروژې به د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راولي. ددوی په خبره ددواړو هېوادونو د سرحدي سیمو د وګړو اقتصاد به ښه شي او د دوی په سیمو کې به پرمختګونه رامنځ ته شي. ټاکل شوې چې دغه بازارونه په بدخشان، کندوز او بلخ کې جوړ کړل شي.