جاپان هېواد په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کړې ده. جاپان وایي دا مرسته یې په افغانستان کې د وچکالي ځپلو افغانانو د ژوند ښه والي لپاره کړې ده. د جاپان شارژدافیر کېچي هارا نن په کابل کې وویل چې دا مرستې به د وچکالي ځپلو خلکو ستونزې تر یوه حده راکمې کړي. هارا دغه راز زیاته کړه چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کار کې د وچکالۍ ځپلو سیمو خلکو سره په سختو حالاتو کې د مرستو رسولو لپاره ښه پلانونه لري چې د زیانمنو خلکو ژوند له کړاونو راوباسي. دا په داسې حال کې ده چې جاپان په دې وروستیو کلونو کې ۶،۶ میلیارده ډالر له افغانستان سره د بیلابیلو بشرۍ مرستو په برخه کې لګولې دي.