د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په نوي ډهلي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په هند کې پانګونې ته لیواله دي. دده په وینا په هند کې د سلو میلیارده ډالرو پانګونې فرصت شته دی او دوی به په راتلونکو دوو کلونو کې پر دې مسئله غور وکړي. د محمد بن سلمان په وینا سعودي عربستان دې ته لیوالتیا لري چې په هند کې پانګونه وکړي ځکه په دغه هېواد کې د کار او سوداګرۍ فرصتونه خورا ډېر دي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي هم ویلي چې دوی د سعودي عربستان پانګونې ته زمینه برابروي او غواړي ددواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي.