د پنجشیر د عنابې ولسوالۍ اړوند د قلعچه کلي د اوبو لګولو د کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبولګولو یاد کانال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند، د اقلیم له بدلون سره د سمون «CCAP» پروژې له خوا د ۱۲ میلیونو او ۸۰۷ زرو افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی دی.
له یاد کانال څخه به ۵۰۰ کورنۍ هر اړخیزه ګټه پورته کړي او ترڅنګ به یې ۸۶ هکټاره کرنیزې ځمکې هم د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي.
د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکي د یاد کانال له جوړېدو هرکلی کوي او وايي، چې د یاد کانال په مرسته به یې ډېرې هغه ځمکې چې تر اوسه شاړې پاتې وې، کر ته اماده شي چې ورسره به د دوی حاصلات هم تر ډېره زیات او ستونزې به یې راکمې شي.