مالیې وزارت وایي د معاشونو د لوړېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ګنګوسې بې اساسه دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د لوړېدو په اړه ګنګوسې خپرېږي خو حکومت تر دې دمه داسې کومه پرېکړه نه ده کړې. خبرپاڼه زیاتوي چې د معاشونو د لوړولو طرحه شته ده، خو حکومت تر دې دمه تایید کړې نه ده، نو معاشونه د پخواني طرز العمل له مخې وېشل کېږي. له دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرېږي چې ګواکي حکومت د ملکي مامورینو معاشونه لوړ کړي دي او په راتلونکي ۱۳۹۸ کال کې به عملي کېږي. خو مالیې وزارت دغه راپورونه بې اساسه بللي دي.