د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې ګډې کمېټې تازه موندنې ښیي چې اداري فساد د کورینو چارو وزارت د تدارکاتو پروسه او ګڼې نورې چارې زیانمنې کړې دي. په کورنیو چارو وزارت کې کمزورې همغږي، د داوطلبۍ په پروسه کې د روڼتیا نه شتون، په پرېکړو کې بهرنۍ مداخلې، د افغان ملي پولیسو د ګمارنې په پروسه کې د زیات شمېر خلکو ښکېلتیا او د منل شویو معیارونو نه موجودیت، د پولیسو د پرسونل د دوسیو نه شتون یا ورکېدل او د تقاعد په پروسه کې د مقرراتو په پام کې نه نیول ددغه راپور مهمې موندنې دي. د دغې کېټې مشر باري سلام نن په کابل کې یوې ناستې ته ویلي، د ارزونې په پروسه کې اړینه بلل شوې چې د یاد وزارت اوسنۍ پالیسي او کړنلارې وارزول شي. نوموړي وویل دوی داسې موارد هم پیدا کړي چې د وزارت په چارو کې لاسوهنې او غلطې استفادې بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت هم په خپل راپور کې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه په فساد تورن کړي دي.