د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کرنې په برخه کې دوې رغنيزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو پرون رسنيو ته ويلي، چې په دغو پروژو کې د کرنې په برخه کې د څېړنيز فارم لپاره ودانۍ او د کرنې د څېړنې او ارزونې مرکز شامل دی.
زلمي ويلي چې د دغو پروژو پر جوړېدو ٣٥ ميليونه افغانۍ لګول شوې، چې په یادو برخو کې ډېرې ګټورې تمامېداى شي.
په ورته وخت کې د لښکرګاه اوسېدونکي له یادو پروژو هرکلی کوي، خو وايي چې که حکومت له دوی سره د کرنې په برخه کې د لازمو مشورو او اصلاح شویو تخمونو مرسته وکړي، د دوی حاصلات به ورسره زیات او په دې برخه کې به یې شته ستونزې راکمې شي.